فرهنګ

په هرات کې د خوش نویسۍ هنر د احیا کولو لپاره هڅې دوام لري

کابل/دمرغومي ۲۸مه /باختر
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د دغه ولایت د خوش نویسانو د ټولنې له رییس او غړو سره په کتنه کې په هرات کې د خوشنویسۍ هنر په احیا کولو ټینګاروکړ.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د هرات د خوشنویسانو د ټولنې رییس میرولي احمدصبري د خوشنویسۍ زده کړو د بېلابېلو مسلو په اړه دهرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ته معلومات ورکړل او په هرات کې د دغه هنر د ظرفیت د لوړوالي په باب خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې هرکال له دغې ټولنې ۵۲تنه زده کوونکي په عالي درجه فارغېږي.
هغه په هېواد او بهر کې د خوشنویسۍ آثارو د نندارتو نو نو د جوړولوغوښتنه وکړه.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولانانعیم الحق حقاني د خوشنویسۍ هنر د اسلامي نړۍ په کچه ډېر لرغونی هنر وباله او زیاته یې کړه دغه هنر په هرات ولایت کې د تیموریانو په دوره کې خپل اوج ته رسېدلی و او د هغه پرساتنې یې ټینګاروکړ.
مولانا حقاني د خوشنویسانو ټولنې کارونه د قدر وړ وبلل او د دغې ټولنې د غړو وړاندیزونه اوستونزې ولیکلې او د حل کولو په خاطر یې لازمې لارښوونې وکړې.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته