ورزش

په هرات کې د رمضان د جام د فوتسال سياليو دوام وموند

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١١
په هرات ولايت کې د رمضان د جام د فوتسال سياليو پرون مازيګر په دريو لوبو سره دوام وموند.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل : په دغو لوبوکې د وريښمو ټيم د صفر په مقابل کې په دريو سره د درخشان پرټيم ، د الهلال ټيم د صفر په مقابل کې په دريو سره د هيري پرټيم او د سيمرغ ټيم د دريو په مقابل کې په پنځو سره د ځوانانو پرټيم بريالي شول.
دغه سيالۍ دوه ورځې مخکې په هرات ولايت کې په حذفي ډول د ٦٤ ټيمونو ترمنځ ترسره شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته