ټولنه

په کابل کې دګازو ديوه ډبې چاودنه

کابل باختردليندۍ دمياشتې لومړۍ نيټه  :
دکابل ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد دکابل ښار ددويمې ناحيې دمحمدجان خان په واټ کې دچاوديدونکو توکو دچاودنې دخبر په ردولو سره وويل  په دې ساحه کې تيرماښام يو دبى وچاوديد چې دسر زيان يې نه دى اړولى .
دغه ډبى د چپسو په يوه پلورونکي پورې اړه درلوده  چې دبي احتياطي له امله  چاودلى دى.
مجاهد دباخترآژانس خبريال ته وويل  له بده مرغه  ځينې رسنۍ پرته له دې چې دقيق شي او خپل معلومات بشپړ کړي دخپلو خبرونو په خپرولو لاس پورې کوي  چې نه يوازې حقيقت نلري  بلکې کولاى شي ذهنونه مغشوش کړي .
په داسې حال کې  چې دکابل پوليس درسنيو ښه همکاران دي او دې ته چمتو دي چې  ددقيقو اوکره اطﻻعاتو په برخه کې له هغوۍ سره مرسته وکړي.
پاى شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته