ټولنه

په هرات کې د سړښت له امله د روږدوکسانو د مړينې له امله اندېښنې زياتې شوي دي

کابل /دلېندۍ ٢٧مه/باختر
په هرات کې د سړښت له امله په نشه يي توکود روږدو کسانود مړينې زياتوالي له امله اندېښنې زياتې شوي دي.
د وړاندې شويوشمېرنوله مخې؛ په وروستى يوه مياشت کې په نشه يي توکوڅه ناڅه ٣٦تنه روږدي کسان په هرات کې د هوا د سړښت له امله مړه شوي دي.
په هرات کې روږدي کسان زياتره په واټونو، پارکونو او تر پلونو لاندې شپې سباکوي.
د هرات د مرکزي روغتون يومسوول باختراژانس ته وويل چې يوازې په وروستى يوه مياشت کې په نشه يي توکو٣٦تنه روږدي کسان په دغه ولايت کې دهوا د سړښت له امله مړه شوي دي.
هغه د دغه حالت له امله د اندېښنې په څرګندولوسره وويل چې په هرات کې د درملنې د ظرفيت زياتوالي د روږدو کسانود مړينې د کچې د کمښت يوازنى لاره ده .
په همدې حال کې په افغانستان کې د نوي حکومت په برياليتوب سره په هېواد کې په نشه يي توکود روږدو کسانود درملنې لپاره پاملرنه زياته شوې ده.
اسلامي امارت يو پروګرام پيل کړى دى چې په ترڅ کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه روږدي کسان راټولېږي او د درملنې لپاره روغتونونوته لېږدول کېږي
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته