امنیت

په هرات کې د شرابو د توليد يوه کارخانه کشف شوه

کابل/ د وږي٢٨مه / باختر
په هرات کې د شرابو د توليد يوه کارخانه کشف شوه.
پوليس وايي شپږ کسان د دغې کارخانې په تړاو نيول شوي دي .
د خبرونو له مخې، د شرابو د توليد دغه کارخانه د پوليسو د ځانګړو عملياتو په پايله کې کشف شوه.
د هرات يوې امنيتې سرچېنې باخترآژانس ته وويل؛ له دې کارخانې څخه زياته اندازه شراب او د شرابو د توليد توکي ترلاسه شوي دي.
هغه تائيد کړه چې پوليسو د شرابو د دې کارخانې په تړاو شپږ کسان نيولي دي.
نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې اعتراف کړى دى چې توليد شوي شراب يې د ښار پر يوشمېر پلورنځيو پلورل.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته