اقتصاد

په هرات کې د شولې حاصلات زیات شوي دي

هرات د وږي ۲۳ باختر په هرات کې د شولې حاصلات ۲۵ سلنه د تېر کال په پرتله زیات شوي دي . د هرات د کرنې ریاست د کرنې د چارو آمر بشیراحمد احمدي وویل چې په هرات کې به سږکال ۶۵ زره ټنه وریجې حاصل ورکړي چې دغه حاصلات د تېرکال په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالي ښي. د شولې د کرکیلې ساحې د هرات په انجیل، ګذرې، پشتون زرغون، اوبې، چشت ولسواليواو ليږ یې په ادرسکن او شینډند ولسواليوکې دي . د هرات د کرنې مسوولین وايي چې دغه زیاتوالي د کرکیلې د ساحې د زیاتیدواو دغه رازد کرکیلې له نویو لارو چاروڅخه د بزګرانود پوهاوی په دلیل رامنځته شوی دی . سره له دې چې وریجې په هېواد کې د غلو دانو د محصولاتوله مهموحاصلاتوڅخه دی د کرنې ریاست هڅه کوي د دغه محصول د کرکیلې ساحې به زياتې کړي . ختم ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته