امنیت

په هرات کې د طالبانو د بريدونو مخه ونيول شوه

کابل / د زمري ۱۶مه / باختر
د هرات مسوولين وايي چې په تېرو ٧٢ ساعتونو کې په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو بريدونه او تحرکات کمښت موندلى دى.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د هرات والي ستر پاسوال عبدالصبور قانع نن په يوه خبري غونډه کې د طالبانو په ځپلو کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د هرات د خلکو د ملاتړ قدرداني وکړه او ويې ويل: په تېرو ٧٢ ساعتونو کې د وسله والو طالبانو تحرکات او بريدونه کم شوي دي او بريدونه یې شنډ کړاى شوي دي.
د هرات والي زياته کړه: امنيتي او دفاعي ځواکونو په دغه ولايت کې د تروريستي عواملو د له منځه وړلو په خاطر خپل هدفي عمليات پيل کړي دي او د عمل نوښت د امنيتي او دفاعي ځواکونو په لاس کې دى.
په دې خبري غونډه کې د هرات امنيه قومندان مل پاسوال سيد معراج الدين سادات هم ډاډ ورکړ چې امنيتي او دفاعي ځواکونو په لوړ مورال سره پر دښمنانو ځپنده ګوزارونه کړي دي.
د هرات د ملي امنيت رييس جنرال حسيب الله صديقي د دښمن د توطيو د شنډولو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې په تېره يوه اوونۍ کې په هرات ښار کې څه ناڅه ٣٠٠طالبان وژل شوي دي.
ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته