اقتصاد

په هرات کې د غالیوصادرونکي مدیره هیئت وټاکل شو

کابل / د لړم / ۲۹ / باختر
په هرات کې د غالیوصادرونکې مدیره هیئت په دغه ولایت کې د انتخاباتوله لارې د صنعت او سوداګري وزارت د مسوولینوپه شتون وټاکل شو.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د انتخاباتو د ترسره کولو هيئت میراشرف احمدي چې د هېواد له مرکزڅخه د ټاکنو د څارنې په موخه راغلی وايي ، دغه ټاکنې به په وخت سره په څلورو زونونو بلخ ، ننګرهاراوکابل کې ترسره شي چې موخه یې د غاليودسوداګرو پر وړاندې شته ننګونې دي.
د هرات د صنعت او سوداګری رییس محمد زبیردین پرور وايي چې په پایله کې محمد رفع نادري، عبدالقادراو سید بلال فاروقي په هرات کې د غالۍ توليدونکواو صادرونکودمديره هيئت د غړوپه ټوګه وټاکل شول.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته