خبرونهامنیت

په هرات کې د لرغونو آثارو د له منځه وړلو په تور دوه تنه نیول شوي دي

 کابل، د ثور ۳۱ مه، باختر

د هرات د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي چې د دغه ولایت په پشت کوه ولسوالۍ کې دوه تنه د لرغونو اثارو د غلا او له منځه وړلو په تور نیول شوي دي.

د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر وايي چې نیول شوي کسان تر څېړنو لاندې دي او ډېر ژر به یې دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په ټول هېواد کې په غیر قانوني کېندنو بندیز لګولی دی.

سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته