فرهنګ

په هرات کې د مشاعرې غونډۀ جوړه شوه

کابل /د لړم ٢٢مه /باختر
د هرات د ځوانانو رفاه ټولنې د دغه ولايت د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د سرپرست په ګډون د مشاعرې غونډه جوړه کړه.
د هرات د ځوانانو رفاه ټولنې مسوول د باختراژانس خبريال ته وويل: دغه ټولنه په اوونۍ کې د شعري غونډې ، د روغتيا د ښوونځيو د مضمونونو اود کمپيوتر په برخوکې د روزنيزو ورکشاپونوپه جوړولوسره فعاليت کوي.
هغه زياته کړه چې په دې مشاعره کې د دغې ټولنې غړو، د اسلام د ستر پيغمر حضرت محمد (ص) د نيکمرغه ميلاد دستاينې او د هېواد د پرمختګ په مناسبت خپل اود نوروشاعرانو شعرونه ولوستل .
دهرات داطلاعاتواوفرهنګ رياست سرپرست مولانا نعيم الحق حقاني د دغه بنسټ د ټولنيزاو فرهنګي فعاليتونو قدرداني وکړه او ويې ويل: دهرات د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د دغه شان فرهنګي اوټولنيزو کارونو اود دغه شان پروګرامونو د جوړولو په خاطر چې د اسلامي شريعت مطابق او د ځوانانو د ظرفيتونو په لوړولوکې ګټور وي ،ملاتړکوي.
مولانا حقاني د علامه اقبال لاهوري يوشعر چې د ښځو دستاينې په اړه ويل شوى و، ولوست.او زياته يې کړه چې هرات دعلم ادب اوهنر ښار دى.
دهغه د څرګندونوله مخې؛د افغانستان اسلامي امارت د ځوانانو د استعدادونو د ودې اودهغوى د ظرفيتونودلوړولواوکارموندنې لپاره د امکاناتود برابرولو په خاطر هلې حلې کوي
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته