کابل/ د غوايي٢٦مه/ باختر
څلور تنه په هرات کې د نشه يي توکو د پلور په تور ونيول شول.
دغه کسان نن پر روږدو د نشه يي توکو د پلورنې په وخت کې امنيتي ځواکونو نیولي دي.
د هرات د پوليسو يوې سرچينې باختر آژانس ته وونيل چې له نيول شويو کسانو څخه دوه کيلوګرامه ډول ډول نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي.
\ ذ