خبرونهورزش

په هرات کې د نيوفول کانتاکت سيالۍ ترسره شوې

کابل / دغبرګولي٢مه / باختر

په هرات کې  د نيوفول کانتاکت شيګيتاى فدراسيون  د منتخبو سياليو شپږمه دوره ترسره شوه.

په دې سياليو کې د څلورو ورزشي کلپونو پنځوسو ورزشکارانو ګډون کړى و.

د باختراژانس د خبرله مخې؛ د هرات د بدني روزنې او ورزش رييس مولوي ګلاب الدين خپلواک له دغو سياليو څارنه وکړه .

دغه راز د نيوفول کانتاکت فدراسيون هم په دغه ولايت کې د ورزش د ودې په لاره کې د بدنې روزنې رياست  د کارونو او ملاتړ له امله مننه او قدردانې وکړه.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته