![Img 20240701 Wa0001](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/07/IMG-20240701-WA0001-780x470.jpg)
کابل، د چنګاښ ١١مه، باختر
د هرات ښاروالۍ د دغه ښار د څلورمې او شپږمې ناحیې اړوند د پستې چوک د رغولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د هرات ښاروال مولوي نعمت الله حسن د باختر اژانس خبريال ته وويل چې د دغه ښار د څلورمې او شپږمې ناحیې اړوند د پستې چوک د رغولو چارې د یوه خصوصي شرکت په مالي ملاتړ د ٣ میلیونه ٧٠٠ زره افغانیو په لګښت پيل شوې دي.
نوموړي د هرات ښار په کچه د ښاري ښکلا د پروګرامونو د پلې کولو په موخه د خصوصي سکټور او پانګوالو هڅې وستایلې او ويې ويل، چې د هرات ښار د سمسورتیا او ښکلا په موخه لا ډېر کار او هڅې باید وشي.
هېره دې نه وي چې په ياده پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د درېیو میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.