خبرونهټولنه

په هرات کې د چاپيريال ساتنې نړيواله ورځ ونمانځل شوه

 کابل، غبرګولي۱۶مه، باختر

د غبرګولي د پنځلسمې نيټې د چاپيريال ساتنې نړيوالې ورځې د نمانځنې په مناسب د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ او د دغه ولايت د نورو دولتي ادارو، رئيسانو، ځوانانو او فرهنګيانو په ګډون غونډه جوړه شوه.

د هرات چاپيريال ساتنې رئيس حضرت علي ابدالي وايي چې د چاپيريال ساتنه يوازې د دولت او چاپيريال ساتنې رياست  د مسوولينو دنده  نه ده بلکې ټول هغه کسان چې په دې نړۍ کې ژوند کوي د ځمکې د ساتنې مسووليت لري.

په همدې حال کې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولانا نعيم الحق حقاني وايي، چې ښه ژوند کول د ټولو حق دى او بايد ټول د چاپيريال په ساتنه کې ونډه واخلي او خپل مسووليت ادا کړي.

حقاني وايي چې د هوا ککړتيا هرکال د زرګونو تنو ژوند اخلي  نو خلک مکلف دي چې  شنه فضا پراخه کړي او د ځنګلونو د غوڅولو مخه ونيسي .

د باخترآژانس د خبرله مخې، فرهنګي او ټولنيز فعال عبدالهادي قانت غوري وايي، چې وچکالۍ په هېواد کې يو ستر بحران دی چې زرګونه  کسان يي مهاجرت ته اړ کړي دي.

غوري وايي موږ بايد خپل راتلونکي نسل ته  شنه فضا او پاک چاپيريال د يادګار په توګه پرېږدو.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته