خبرونهاقتصاد

په هرات کې د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

کابل، د غبرګولي۲۱مه، باختر
پرون د هرات ښار په تفریحي پارک کې د دغه ولایت د جمعه بازار په نامه د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو.
د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرې نرګس هاشمي د دغه نندارتون د جوړولو موخه د لوېدیځې حوزې د ښځینه متشبثینو لاسي صنایعو ته د سوداګرۍ وده او بازار موندنه وبلله او زیاته یې کړه دغه نندارتون هره جمعه په هرات کې جوړېږي چې یوازې ښځې کولای شي له غرمې وروسته له ۲ بجو څخه د شپې تر ۱۲ بجو پورې د ښځو د محصولاتو او لاسي صنایع وڅخه ليدنه وکړي او ویې پېري.
هغې زياته کړه، چې د هرات د سوداګرۍ او صنايعو خونې له پرانېستلو سره له کوم خنډ پرته کار کوي.
په همدې حال کې د هرات ولايت يو شمېر سوداګرو مېرمنو د دغو نندارتونونو له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د هغوى د لاسي صنايعو په توليد او پلور کې زياتوالى راغلى او زياتې ښځې بېرته خپلو دندو ته ستنېږي.
په دې نندارتون کې د ښځو ډول ډول لاسي صنايع نندارې ته وړاندې شوې دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته