خبرونهفرهنګټولنه

په هرات کې د کتاب او کتاب لوستلو اوونۍ ونمانځل شوه

کابل، دغبرګولي لومړۍ نېټه، باختر

د کتاب اوونۍ په هرات کې د لسګونو فرهنګيانو، د پوهنتون استادانو، عالمانو، ځوانانو او د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس په ګډون ونمانځل شوه.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولانا نعيم الحق حقاني کتاب او کتاب لوستل مهم او ارزښتناک وبلل او ټينګار يې وکړ چې اسلام په خپل لومړي پيغام کې  مسلمانان زده کړې ته هڅولي دي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس په هېواد کې د٤٠ کلنې جګړې يوازينى عامل د کتاب نه لوستل وباله او ويې ويل چې کتاب خپلو لوستونکو ته هويت او عزت وبخښي.

نوموړی زیاتوي چې د مسلمانانو د پرمختګ، ارامۍ ، عزت او پت يوازينۍ لار د کتاب لوستل دي.

خو له بده مرغه په تېرو ٢٠ کلونو کې په هېواد کې ليکوالانو او شاعرانو ته پاملرنه نه ده شوې او په همدې دليل  نن د مطالعې او کتاب لوستلو فرهنګ ښه نه دى.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس زياته کړه چې بايد په ننني ژوندانه کې  موبايلونه د کتاب د مطالعې ځاى ونه نيسي.

هغه له ځوانانو وغوښتل چې له مجازي فضا څخه دې لاس واخلي، کتاب او مطالعې ته مخه وکړي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس له سوداګرو  وغوښتل چې د شاعرانو او د ليکوالانو د کتابونو په  چاپولو کې له هغوى سره مرسته او همکاري وکړي.

په همدې حال کې  د الغياث پوهنتون رييس  استاد نعمت الله سروري وايي چې

مسلمانان د اسلام په صدر کې د کتاب په برخه کې مخکښ و او د مسلمانانو کتابونه  اوس هم د نړۍ په يوشمېرهېوادونو کې ساتل کېږي. خو اوس مسلمانان له کتاب او مطالعې څخه لرې شوي دي. دا د نړۍ په نسبت  د دوى د وروسته پاتې والي عامل دى.

په دې غونډه کې فرهنګيانو او ليکوالانو د کتاب په لوستلو ټينګار وکړ او د اسلامي امارت له مسوولينو يې وغوښتل چې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ترمنځ د مطالعې فرهنګ د دودولو لپاره هڅې وکړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته