خبرونهروغتیا

په هرات کې د کرونا ويروس ٥٩ نوې پېښې ثبتې شوې

کابل / د لړم ٢٦مه /باختر
په هرات کې د وروستيو ٢٤ ساعتو په بهير کې د کرونا ويروس ٥٩ نوې پېښې ثبتې شوې دي.
د هرات روغتيايي مسوولين وايي چې د کرونا ويروس د ١٣٠مشکوکو پېښو له جملې څخه په لابراتوارونوکې ٥٩ مورده يې مثبت تشخيص شول.
دغه راز په ورستيو ٢٤ ساعتو کې په هرات کې د کرونا ويروس له امله د يوتن مړينه ثبته شوې ده .
د وړاندې شويو شمېرنوله مخې؛ په هرات کې د کرونا ويروس د ٥٩ اخته کسانو له جملې څخه ٣٨ تنه يې ښځې دي.
د هرات يو روغتيايي مسوول باختراژانس ته وويل هغه ناروغان چې روغتيايي حالت يې خراب و د کرونا په ځانګړو روغتونونو کې تر درملنې لاندې نيول شوي دي.
د ژمي موسم په رسيدوسره په افغانستان کې په کرونا ويروس د اخته کسانوشمېر مخ په زياتيدو دى.
د عامې روغتيا وزارت د افغانستان له خلکو څخه غوښتي دي چې په کرونا ويروس د اخته کېدو د مخنيوي لپاره دې روغتيايي لارښونې په پام کې ونيسي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته