خبرونهفرهنګ

په هرات کې د کمال الدين مولانا حسين واعظ کاشفي تاريخي ارامګاه بيا ورغول شوه

کابل – دليندۍ ١٠مه /باختر
د کمال الدين مولانا حسين واعظ کاشفي د ارامګاه بارګاه او بڼ د بيا رغاونې کار چې يو کال مخکې پيل شوى و، بشپړ اوګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
دغه مجموعه له بيا رغاونې وروسته د ګرځندوي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست د ګرځندوي امريت په واک کې ورکړ شو.
دغه پروژه د امريکا د سفارت په مالي همکارى د افغان فرهنګي ميراثونو د مشورتي او ساتنې د بنسټ له خوا د څه د پاسه ٣٣٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت د تاريخي ابداتو د ساتنې او ترميمولو د لوى مديريت تر مستقيم نظر لاندې ترميم شوى دى.
د هرات د اطلاعاتواوفرهنګ رييس اريا رووفيان د دغې مجموعې د بيا رغاونې کار د يونسکو د نړيوال سازمان د معيارونو له مخې وباله.
د رووفيان د څرګندونوله مخې؛ د بيا رغاونې په کار کې د مقبرې د ټينګښت کار د چمن جوړولو، په انګړ کې د ډبرو فرشول، په بامونو کې د خښتې لګول، د برېښنا سيستم ، د اوبولګولو سيستم او د انګړ د ديوالونو بيا رغول شامل دي.
د دغې ادارې رييس وويل: د دغه شان تاريخي مقبرو د بيا رغاونې هدف د فرهنګي هويت د ساتنې ترڅنګ په دغه ولايت کي د مذهبي ګرځندوى د صنعت وده ده .
هرات د مذهبي ګرځندوى د ودې او پراختيا لپاره ستر ظرفيت لري او د تاريخي ارامګاو په بيا رغاونې سره عملي ګامونه پيل شوي دي.
په همدې حال کې د هرات د والي مرستيال ډاکتر نوراحمد حيدري د تاريخي څلو د ساتنې اوترميمولو په لاره کې د هرات د سيمه ييزې ادارې د ژمنو ډاډ ورکړ.
کمال الدين مولانا حسين واعظ کاشفي د تېموريانو د دورې مشهورليکوال، جامع العلوم عالم، د قران مفسر، منجم، رياضي پوه او اغيزمن واعظ و چې له هغه څخه ١٠بډاى علمي اوتحقيقي اثار په ميراث پاتې دي .
ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته