خبرونهاقتصاد

په هرات کې  د یو سړک د رغولو چارې پيل شوې

– کابل / د غوايي ۲۶ مه / باختر

د هرات په مرکز کې د اوو مېلیونو افغانیو په لګښت د یو سړک د رغولو چارې نن پیل شوې.

د هرات ښاروال حیات  الله مهاجر فراهي د باختراژانس خبريال ته وويل چې د دغه سړک په جوړولو کې به کیفیت ته ځانګړې پاملرنه کېږي.

هغه  په روان کال کې د نورو پرمختيايي پروژو د پيل په اړه هم خبرې وکړې او د ښار په پراختيا کې يې د هرات له  ښاريانو څخه  د بشپړې همکارۍ غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې د اړوندې سيمې اوسېدونکو د دغه سړک پر پخولو خوښي څرګنده کړه او د ښاروالۍ له مسوولينو او  پرمختيايي پروګرامونو څخه یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

د دغه سړک د پخولولګښت ۷ میلیونه افغانۍ کيږي چې د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه ورکول کيږي

ټاکل شوې ده، د دغه سړک د اسفالټ کار  به په راتلونکو څو میاشتو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته