خبرونهټولنه

په هرات کې سلګونو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل /د سلواغې ۲۰مه/باختر
په هرات کې نن پر ۵۰۰ بې ځایه شویو کورنیو ژمنۍ جامې او خوراکي توکي وویشل شوې.
د هرات د مهاجرینو رییس مولوي عبدالحي منیب باختراژانس ته وویل: په دغه مرستو کې د چین هېواد له خوا مرسته شوې ژمنۍ جامې او خوراکي توکي شامل دي چې سربېره پر دې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر ۲۰۰ زره افغانۍ پر بې ځایه شویو کورنیو ووېشلې.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر زیاته کړه چې له جرمني څخه هم اړمنو کورنیو ته مرستې رالېږل شوې دی.
هغه وویل چې دغه مرستې لرو پرتو ولسوالیو ته هم لېږل کېږي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته