سیاست

د جمهور ريیس غني د بیاانتخابېدو په مناسبت د مصر د جمهور رئیس د مبارکۍ پیغام

کابل د کب ٢٥ مه باختر 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمداشرف غني ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ريیس په توګه د بیا انتخابېدو په مناسبت د مصر د جمهور ريیس عبدالفتاح السیسي د مبارکۍ پیغام رارسېدلی دی.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛
د مصر جمهور ريیس په دې پیغام کې ، جمهور ريیس غني ته د بیا ځلي انتخابېدو په خاطر د تودې مبارکۍ او نېکو هیلو مراتب څرګند کړي دي.
هغه لیکلي: بشپړ باوري یم چې په ټاکنو کې ستاسې بریا او د دویم ځل لپاره د جمهور ريیس په توګه ستاسې ټاکنه به د ورور افغانستان خلکو ته ستاسې د دویم ځلي خدمت کولو زمینه برابره کړي.
همدا راز د مصر جمهور ريیس په دغه پیغام کې څرګنده کړې ده، د دواړو هېوادونو د ولسونو د هیلو پوره کولو لپاره د دوه اړخیزو همکاریو او مناسباتو پراختیاپه برخه کې په راتلونکوکلونو کې د افغانستان له جمهور ريیس سره کار کولو ته سترګې په لار دی.
د مصر جمهور ريیس عبدالفتاح السیسي د دغه پیغام په پای کې لیکلي: هیله لرم چې په دغه ستره وظیفه کې ستاسې بریا د افغان ولس د هوساینې او ارامۍ په برخه کې ګټوره واقع شي.
پاىع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته