کندز باختر دغويي دمياشتې ٨ نيټه :
وسله والو مخالفانو تېره شپه د کندز ولايت د قلعه زال ولسوالۍ په مرکز بريد وکړ.
دکند ولايت د ولايتي شورا غړي اسدالله سادات باخترآژنس ته وويل ؛ دغو وسله والو مخالفانو د قلعه زال ولسوالۍ په آق تيپه سيمه کې بريد کړى او په سيمه کې سخته جګړه روانه ده.
سادات زياته کړه چې، کومکي ځواکونه د دغې ولسوالۍ مرکز ته د وسله والو مخالفانو د په شاتمبولو لپاره رسيدلي دي او ډير ژر به دښمن په شا وتمبول شي.
د کندز امنيتي مسوولانو تر اوسه پورې د وسله والو مخالفانو د دغه بريد په باب څه نه دي ويلي . پاى ذکرالله