سیاستخبرونهټولنه

په هرات کې هره ورځ ۱۰۰۰ تنه د ایران له قنسلګرۍ ویزې ترلاسه کوي

کابل / د غوايي ۱۹ مه / باختر

په هرات کې د بهرنیو اړیکو مسوولین وايي چې د اسلام قلعه بندر لاره د مسافرینو پر مخ خلاصه ده او د خلکو تګ راتګ په عادي توګه دوام لري .

د دغې ادارې رييس مولوي  شيراحمد عمار مهاجر باختر اژانس ته وويل چې هره ورځ ١٤٠٠ تنه ايران ته سفر کوي او ١٢٠٠ نور مسافر له ایران څخه هېواد ته راستنيږي.

په همدې حال کې د هرات د بهرنيو اړيکو رييس وايي چې په دغه ولایت  کې د ايران قنسلګرۍ کې د ويزو د ورکړې بهیر په عادي ډول دوام لري  او هره ورځ ۱۰۰۰ تنه د ايران له قونسلګرۍ څخه ويزې ترلاسه کوي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته