امنیت

په هرات کې په تيره يوه مياشت کې کابو ٥٠ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

هرات  باخترد سلواغې ٣ نيټه  :
په تيره يوه مياشت کې  پنځوسو تنو وسله والو طالبانو ته په هرات ولايت کې  له امنيتي ځواکونوسره په نښتو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
امنيتي ماموران دغه راز په دغه ولايت کې  دمرغومې دمياشتې په بهيرکې 
دماينونو دچاودنې او دوسله والو نښتو له امله  دڅه ناڅه لسو تنو ملکي وګړو  
دوژل کيدو خبر ورکوي.
دهرات دوالي وياند  جيلاني فرهاد ددغه ټکي په بيانولوسره وويل  چې دروان کال دمرغومې په مياشت کې اووه ديرش تنه وسله وال طالبان  له امنيتي  ځواکونوسره په نښتو کې وژل شوي  او ديارلس تنه نور ټپيان شوي دي.
دفرهاد دڅرګندونوله مخې ؛  په همدې موده کې په هرات ولايت کې  داتو تروريستي بريدونو او دماين دچاودنو مخه هم نيول شوې ده.
ده زياته کړه  چې دتيرې يوې مياشتې په بهيرکې ١٤ ميله سپکه وسله هم دامنيتي  ځواکونو لاسته ورغلې ده.
ديادونې وړ ده  چې د مرغومې د مياشتې دنښتو په بهيرکې  دوه تنه امنيتي منسوبان شهيدان او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
پاى فذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته