خبرونهټولنهروغتیا

په هرات کې په نشه يي توکو لسګونه روږدي کسان تداوي شوي دي

کابل، د چنګاښ١٥مه، باختر

د مجدد ژوندانه په نامه پروګرام د هرات په محبس کې د دغه ولايت د امنيي قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير او یو شمېر مسوولينو په ګډون جوړ شو.

په دې پروګرام کې  په نشه يي توکو روږدي کسان  چې څو مياشتې وړاندې له هرات ښار څخه راټول کړاى شوي و تداوي او خپلو کورنيو ته ستانه شول.

له نشه يي توکو سره د مبارزي مدير مولوي  حيات الله  روحاني وايي  چې  په نشه يي توکو ١٥٠ تنه روږد ي کسان تداوي او خپلو کورنيو ته ستانه شول او د هغوي د کورنيو له خوا يې ښه هرکلى وشو.

روحاني زياتوي چې د هرات سيمه ييزه اداره  پلان لري چې هره مياشت په نشه يي توکو سل تنه روږدي کسان تداوي او کورنيو ته يې وسپاري.

د هرات د امنيي قوماندانۍ  له نشه يي توکو سره دمبارزې مدير وايي  دغه روږدي

کسان د هرات په محبس کې دوه مياشتې تر درملنې لاندې وو.

په همدې حال کې روغ شوي کسان ژمنه کوي چې نور به په دې ناروغۍ اخته نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې يو زيات شمېر کسان وايي بهر ته د مهاجرت په بهير کې په نشه يي توکو روږدي شوي دي.

د یو بل خبر له مخې په  پکتیا کې هم د ۳۸ تنو روږدو کسانو درملنه شوې، دوی ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به د ټولنې د فعالو غړو په توګه خپلې کورنۍ او خلکو ته خدمت کوي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته