ټولنه

د افغانستان د عالمانو د سراسري شوری د مبارکۍ پیغام

کابل باختر د چنګاښ د مياشتې ١٤مه :
د افغانستان د عالمانو سراسري شوری د نېکمرغه کوچني اختر د رارسیدلو په مناسبت خپلې د زړه له کومې مبارکۍ د افغانستان د اسلامي جمهوریت جلالتمآب جمهور ريیس جلالتمآب اجرائیه ريیس، د دولت د دری ګونو قواوو  مشرانو او منسوبینو، د افغانستان مسلمان، متدین او کړیدلي ملت او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته وړاندې کوي او له لوی خدای جل جلا له څخه غواړي چې د ټولو مسلمانانو روژي، طاعتونه او عبادتونه په خپل دربار کې قبول کړي او هېله کوي چې دا اختر زمونږ په ګران هېواد کې د سولې، امنیت او ورورولۍ
د ټينګېدو اختر وي.
شوری په شتمنو خلکو غږ کوې چې د فطر د صدقې په اداء کولو سربېره له مسکینانو یتیمانو، کوڼدو او نورو مستحقینو سره مرستې وکړي تر څو هغوي هم د اختر په خوږو پوه شي.
همدا راز مسلمانان باید خپل منځي خپګانونه شاته وغورځوي او یو بل ته د ورورولۍ لاسونه ور کړي، او له داسې کارونو څخه په کلکه ډډه وکړي چې په اسلام کې ناروا او ګناه شمیرل کېږي.
په پای کې له لوی خدای جل جلاله څخه هېله کوي تر څو زموږ په ګران هېواد کې جنګ جګړې او روانې ستونزي پای ته ورسوی او مظلومو افغانانو ته یو هوسا، ډاډمن او له خوشحالیو ډک ژوند ور په برخه کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته