خبرونهامنیت

په هرات کې څلور تنه د شوکمارۍ په تور ونیول شول

 کابل، د چنګاښ ۳۰ مه، باختر

د هرات امنیتي مسوولینو وايي چې په دغه ولایت کې یې ۴ تنه شوکماران نیولي دي.

د هرات د امیني قوماندانۍ یوې سرچينې باختر آژانس ته وویل، چې له دغو افرادو څخه غلا کړای شوي موبایلونه ترلاسه شوي دي.

پولیس وايي، چې دغو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې په څو پېښو اعتراف کړی دی.

د یو بل خبر له مخې، په هرات کې دوه تنه حرفوي غله نیول شوي دي.

دغه کسان ويل کېږي له پخوا څخه د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې وو او پرون په هرات ښار کې ونیول شول.

د هرات پولیس وايي، چې دغو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې د اوسېدونکو مالونو د غلا کولو په څو پېښو اعتراف کړی دی.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته