روغتیا

په هرات کې څوارلس روغتيايي پروژې پرانستلې شوې

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٥ :
دافغانستان دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز هرات ولايت ته  درسمي سفر په بهيرکې  په دغه ولايت کې يې  څوارلس  روغتيايي پروژې پرانستلې  او دبنسټ ډبرې يې کيښودلې .
دباخترآژانس دخبرله مخې :  دهرات د حوزوي روغتون دمصنوعي غړو  دکارګاه  جوړول او دکومکي وسايل ، داوبې ولسوالۍ  دجينوا دکلي  داساسي کلينيک جوړول ، دهرات دعامې روغتيا رياست د حوزوي زده کړو دمرکز جوړول ، دهرات د حوزوي  روغتون دروغتيايي علومو دزده کړې دمرکز جوړول  ، دهرات د وينې دبانک جوړول ،  دهرات د حوزوي روغتون دفستولاى ددرملنې دمرکز جوړول  دهغو پروژو له جملې څخه و  چې کار يې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې او دوه امبولانسونه دچشت شريف ولسوالۍ او د تورغنډۍ ښارګوټي ته هم ورکړ شول.
دغه راز دهرات _ اسلام قلعه ، دهرات _ تورغنډي ، دهرات _ قندهار  دلويو لارو دامبولانس د سب ستيشن جوړول ، دګلران ولسوالۍ دسنګ  کوتل دکلي   داساسي  کلينيک د جوړولو ، دهرات ولايت  دجبرئيل  ښار ګوټي دکلينيک ددويم پوړ  ،. دهرات ولايت د حوزوي روغتون  دځانګړو څارونو دڅانګې   جوړول  او دهرات و لايت د حوزوي روغتون داکسيجن دتوليد ددستګاه جوړول  هغه نورې پروژې دي  چې دبنسټ ډبرې يې دعامې روغتيا دوزير له خوا کيښودلې شوې.
ددغو  څوارلسو پروژو ټول لګښت  څه ناڅه دوه مليونه ډالره کيږي  چې دعامې روغتيا دوزارت ، ددوست هېواد ايټاليا ،دنړۍ د روغتيايي سازمان ، دملګرو ملتو دسازمان  دوګړو دصندوق  او دهند ديکف  دملاتړ ادارې  له خوا تمويلې شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته