اقتصاد

هندي پانګه وال په افغانستان کې پانګه اچونه کوي .

کابل باختر د سلواغې شپاړلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله اوملګري هئيت يې هند ته له څلو ورځني  سفر وروسته پرون ماښام  هېواد ته راستون شو .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ : اجراييه رييس په دې سفر کې ددواړو وروڼو او دوستو هېوادونو افغانستان او هند ترمنځ داړيکو  دپراختيا او ټينګښت  په باب دهند دراجستان ايالت په جيپور ښار کې له تروريزم سره دمبارزې په کنفرانس کې په وينا برسيره دهند له صدراعظم ، دبهرنيو چارو له وزير او دملي امنيت له سلاکارسره  ليده کاته او خبرې اترې وکړې .
په دې سفر کې  دغه راز دهېواد اجراييه رييس دافغانستان او هند دسوداګرى  دخونو له غړو  سره دسيمه ئيز پيوند دپراختيا او پياوړتيا اقتصادي غونډه کې خبرې وکړې او له افغان محصلانو ، سوداګرو او پناه غوښتوونکو سره يې وکتل .
په دې غونډو کې له تروريزم او بنسټپالنې  پرخلاف دمبارزې ، سيمه ئيزې همکارۍ ، له افغانستان سره دهند دلازياتو همکاريو او اړيکو دپراختيا ، په افغانستان کې دهنددخصوصي برخې دپانګې اچونې  دچابهار له بندر څخه داستفادې ، دصادراتو او وارداتو په برخو کې داسانتياو دبرابرولو ، اوپه هند کې يې دمحصلانو ، سوداګرو او پناه غوښتوونکو دستونزو دڅيړنې په اړوندخبرې اترې وکړې .
هند ته داجراييه رييس دسفر په بهير کې دسياسي پاسپورتونو  دويزې دلرې کولو موافقه ليک او دغه راز ددواړو هېوادونو دسوداګرۍ دخونو ترمنځ تفاهم ليک لاسليک شو .
په دې سفر کې  دسوداګرۍ او صنايعو وزير محمد همايون رسا ، داجراييه رييس سترسلاکار او ځانګړى استازى مصطفى مستور دافغانستان دپانګې اچونې دادارې رييس  محمد قربان حقجو  داجراييه رياست وياند ډاکتر مجيب الرحمن رحيمي او يوشمير نور لوړ رتبه مقامات اومسوولين له اجراييه رييس سره ملګري وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته