خبرونهاقتصادټولنه

په هرات کې ښځینه کار کوونکې هره میاشت خپل معاشونه ترلاسه کوي

 کابل، دغبرګولي٣٠مه، باختر

د هرات د اداري اصلاحاتو مسوولين وايي، چې د دولتي ادارو ټولې ښځينه کار کوونکې  اوس په ادارو کې له حضور پرته خپل میاشتني معاشونه ترلاسه کوي او منفکې شوې نه دي.

د هرات د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسيون يو مسوول محمد صفا پرون په هرات کې د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د اسلامي امارت له بريا وروسته د دولتي ادارو هيڅ کومه ښځينه کارکوونکې منفکه شوې نه ده او خپل معاشونه په خپل وخت ترلاسه کوي.

صفا وايي، چې  يو شمېر ميرمنې اوس په حضوري ډول په ادارو کې کار کوي او نورې مېرمنې هم د خپلې حاضرۍ له لاسليک کولو وروسته خپل معاشونه ترلاسه کوي.

د هرات د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کميسيون دغه مسوول وايي، چې دغه  کمېسيون د افرادو د استخدامولو، د کارونو د څېړنې او د ادارو د اړتيا سنجونې په برخه کې کار کوي او د دوى په کارونو کې کوم  بدلون نه دى رامنځته شوی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د عامي روغتيا رياست بستونه او په روغتون پورې نور اړوند بستونه او د پوهنې ١٠٣٩بستونه اعلان ته سپارل شوي دي.

صفا زياتوي، چې په دولتي ادارو کې اوس داوطلبان په رقابتي ډول جذبيږي او د مامورينو د جذبولو په شرايطو کې  کوم بدلون نه دى رامنځته شوى.

هغه زياته کړه، چې د پوهنې رياست په اعلان شويو بستونو کې د داوطلبو مېرمنو شمېر د نارينه وو په پرتله زيات و.

صفا زياتوي، چې هيڅ دولتي کارکوونکى  له دندې نه دى منفک شوى .

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته