خبرونهامنیت

په هرات کې  کرل شوي کوکنار واړول شول

 کابل، د چنګاښ١٥مه، باختر

د هرات په فارسي ولسوالۍ کې په څه د پاسه زر جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول.

د هرات يوه امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې د هرات د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت کارکوونکي  د کرنې له رييس او د استخباراتي ځواکونو په ملګرتيا د فارسي او ادرسکن ولسواليو ته د سفر په بهير کې په زرګونو جريبه کرل شوي کوکنار واړول.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو وختو کې د افغانستان اسلامي امارت مشر اميرالمومنين حفظ الله له خوا په يوه  فرمان کې  په هېواد کې د نشه يي توکو کرکيله او قاچاق منع کړاى شوي دي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته