کابل، د غوايي ۱۰ مه، باختر
د هرات په غوريانو ولسوالۍ کې پر ۵۰۰۰ اړمنو کورنيو د عاطفي بنسټ له خوا د افغان فارمان نړيوال شرکت په همکارۍ مرستې ووېشل شوې.
په دې پړاو کې پر هرې کورنۍ يوه بورۍ وريجې او يو بوتل غوړي وېشل شوي دي.
د عاطفي بنسټ مرستيال ظاهر ارشاد باخترآژانس ته وويل چې دغه بنسټ د روژې په مبارکه مياشت کې له څه ناڅه ۸۰۰۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
له بله پلوه د هرات والي شيخ الحديث نوراحمد اسلام جار د عاطفي بنسټ له کارونو په هرکلي سره د دغو مرستو وېشل يو ښه اقدام وباله او له نورو پانګه والو یې وغوښتل چې د روژې په مبارکه مياشت کې له خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړي.
د يادونې وړ ده چې یاد بنسټ په ١٣٨٣ کال کې په هرات کې پرانیستل شو او د ښوونې او روزنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې فعاليت کوي.
\ ج