خبرونهامنیت

په هلمند او نیمروز کې څلور تنه د جنايي جرمونو په تور ونیول شول

 کابل، د غبرګولي ۵ مه، باختر

د هلمند د مرکز لښکر ګاه او نیمروز په مرکز زرنج ښار کې څلور تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.

چارواکي وايي چې دغه کسان د غلا، د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیول شوي دي.

په نیمروز او هلمند کې امنیتي مسوولین وايي چې نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او له لومړنیو څېړنو وروسته به یې دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په نیمروز او هلمند کې د جنايي جرمونو کچه راټیټه شوې ده.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته