کابل، د غبرګولی ۱۴ مه ، باختر
د هلمند په ناد علي ولسوالۍ کې ۷۵۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ترلاسه کړل.
د هلمند د سرې میاشتي ریاست مسؤلین وایې چې دا مرسته تېره ورځ د ترکيې له خوا چمتو شوې وه ، چې پر اړمنو کورنیو ووېشل شوه.
د سرې میاشتي رئیس مولوي فضل محمد فضلي وايي چې په اوسني شرایطو کي ډېرې کورنۍ خوراکي مرستو ته اړتیا لري ، او دا مرسته هم پر اړمنو کورنیو ووېشل شوې.
د یو بل خبر له مخې؛ د نیمروز په چخانسور ولسوالۍ کې پر۱۵۰ اړمنو کورنیو نن خوراکي توکي ووېشل شول.
صدیقي