کابل، د غبرګولي١٩مه، باختر
په هلمند کې لسګونه اړمنې کورنۍ د بشري مرستو تر پوښښ لاندې ونیول شوې.
دغه کورنۍ د زياتي وزګارتيا او اقتصادي بحران له امله له ستونزو سره مخ دي او مرستو ته اړتيا لري.
د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس مولوي الله داد حقيادي باختراژانس ته وويل چې په دې پړاو کې ١٨٣ کورنيو ٢١ زره افغانۍ او د کور وسايل ترلاسه کړل.
\ ذ