امنیت

په هلمند کې دطالبانو دډلې دترور يو مسوول ووژل شو .

-کابل /دمرغومي ٢٣مه /باختر :
په هلمند کې  دطالبانو دډلې  دترور يو مسوول دپوځيانو په ډزو کې ووژل شو .
  دغه يرغلګر له يوه همکار سره يې  غوښتل په لښکرګاه ښار کې يو پوځي افسر ترور کړي  چې وپېژندل شو او ووژل شو .
دهلمند دامنيې قوماندانۍ مسوول جنرال  احسام الدين هلمندي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دامنيتي مامورانو په دغو ډزو کې  يويرغلګر ووژل شو خو دويم يرغلګر په تيښتې بريالى شو .
هغه زياته کړه: دغه دواړه  يرغلګر په هلمند کې دطالبانو دډلې  دترور مسوول وو .
چې له هغوي څخه دوه بې غږې تومانچې ترلاسه  شوې دي .
داپه داسې حال کې ده چې هلمند په څو وروستيو کلونو کې دڅو پوځي افسرانو ، سيمه ييز مسوول او قومي مشرانو دترور شاهد دى .
دغه ترورونه  ټول دبې غږو تومانچو په واسطې ترسره شوي دي .
ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته