امنیت

دپاکستاني طالبانو يو قوماندان دبي پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو .

پيښور باختر دغبرګولي اتمه :
په شمالي وزيرستان دبي پيلوټه امريکايي الوتکې په بريد کې نن دپاکستاني طالبانو دتحريک دويم شخص ولي الرحمن ووژل شو .
دپاکستاني رسنيو له خولې دباختراژانس  دخبر له مخې، ولي الرحمن دپاکستاني طالبانو دتحريک دمشر حکيم الله محسود په ډلې پورې اړه درلود .
تراوسه پورې ددغې مليشې دمرګ خبر په مستقل  ډول نه دى تاييد شوى او پاکستاني طالبانو هم په دې باب  بي خبري  څرګنده کړې ده .
پاکستاني طالبان په ملکي وګړو اوپوځي هدفونومرګاني بريدونه کوي .
دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمې دبي پيلوټه امريکايي الوتکې په نننۍ بريد کې څه ناڅه څلور تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
په لومړنيو رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې ديوې بي پيلوټه امريکايي الوتکې څخه دوه توغندي  دشمالي وزيرستان  دمرکز ميرامشاه ښار په چشمه  کلي کې  په يو کور وتوغول شول چې څه ناڅه اتو تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله .
  ټپيان يوه نږدې روغتون ته وليږدول شول او روغتيايي حالت يې خراب بلل شوى دى .
نننۍ هوايي بريد دپاکستان دثور دمياشتې ديو ويشتمې نيټې له پارلماني انتخاباتو څخه وروسته لومړنۍ بريد دى .
جګړه مار طالبان زياتره هغه سيمې  چې دبي پيلوټه  الوتکو بريدونه  پکې کيږي ، تړي  چې له امله يې خبريالان نه شي کولاى دقربانيانو مړي اويا ټپيان وويني .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته