امنیت

په هلمند کې دطالبانو دډلې دجنګي وسايلو يوه ستره ډيپو له منځه لاړه .

کابل باختر دوږي  نولسمه :
دطالبانو دډلې دجنګي وسايلو يوه ستره ډيپو په  هلمند کې دهوايي بريد له امله له منځه لاړه .
دغه ډيپو دنادعلي ولسوالۍ بازار ته څيرمه  وه او ويل کېږي چې طالبانو دهلمند  په  ځينو برخو کې په زياترو بريدونوکې له دغو جنګي وسايلوڅخه استفاده کوله.
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه ډيپو دموقعيت په  پيداکولو کې  افغان کشفي اواستخباراتي  بنسټونو او دناتو دقوتونوپه مرسته تشخيص او له منځه يوړل شوه .
ده وويل  په دغه ډيپو کې طالبانو په سلګونو درانده او سپک جنګي وسايل له هغې جملې څخه په خپل  لاس جوړشوي بمونه او ماينونه ساتل .
ويل کېږي چې په دغه بريد کې چاته زيان  نه دى اوښتى .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته