امنیت

په هلمند کې دوه تنه بريتانوي عسکر و وژل شول

دوه تنه بريتانوي عسکر پرون دافغانستان په جنوب کې دماين دچاودنې له امله ووژل شول .

دبريتانيا ددفاع وزارت په يوې وينا کې ويلي دي چې دغه عسکر دهلمندولايت دنهرسراج اوګرشک په ولسواليو کې دماين دچاودنې په دوو جلا جلاپيښو کې وژل شوي دي .

ددغو دوو تنو عسکرو په وژل کېدوسره په افغانستان کې له ٢٠٠٢ کال څخه را په دې خوا دوژل شويو بريتانوي عسکرو شمير ٣٨٨ تنو ته ورسيد.

بريتانيا په افغانستان کې لس زره تنه ځواکونه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته