خبرونهروغتیا

په هلمند کې دوه روغتیايي مرکزونه له برېښنا برخمن شول

کابل، د چنګاښ ۱۱ مه، باختر

د هلمند په مرکز لښکر ګاه کې د (UNHCR) په مالي ملاتړ د مختار او بیټوون روغتیايي مرکزونه له برېښنا برخمن شول.

د (ACHRO) موسسې ولایتي مسؤل عبدالولي صفا وايي، چې د دغو دوو روغتیایي کلینیکونو لپاره  لمریزه برېښنا د (UNHCR) په مالي ملاتړ او د اکرو ACHRO مؤسسې له لوري د Steady Sun شرکت په تخنیکي ملاتړ برابره شوې ده.

صفا زیاته کړه چې یاد سولري سیسټم د ۲۸ لمریزو هندارو، ۱۲ بېطریو، او پرمختللي UPS څخه جوړ شوی، چې د ۷ کیلو واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

نوموړي وویل چې اکرو موسسه په پلان کې لري چې د یو شمېر ولسوالیو روغتیایي مرکزونو کې هم د لمریزې برېښنا سیسټم فعال کړي.

د عامي روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو د څېړنې آمر وايي، چې تر دې وړاندې یادو کلینیکونو د برېښنا په برخه کې ستونزې لرلې چې د دې لمریزې برېښنا په جوړېدو سره یې ستونزې حل شوې.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته