امنیت

په هلمند کې دپوځي عملياتو پاى.

کابل – باختر دسلواغې لومړى :
دهلمند ولايت سيمه ييز مقامات وايي چې دپوځي عملياتو په بهير کې دوسله والو طالبانو يو قوماندان ددغې ډلې له اتو تنو افرادو سره ووژل شو.
دغه عمليات پرون سهار دنادعلي ولسوالۍ د دشت په ساحه کې دافغان پوځيانو له خوا پيل او دهمدې ورځې په ماښام پاى ته ورسيدل.
دهلمند دوالي ويندوى احمد زيرک باختر آژانس ته وويل چې ددغو عملياتو په بهير کې دطالبانو يو سيمه ييز قوماندان ددغې ډلې له اتو تنو افرادو سره ووژل شو.
دزيرک دڅرګندونو له مخې، په دې پيښه کې دوسله والو طالبانو څو پټنځايونه هم ويجاړ شوي دي او دهغوى په لسګونو جنګي وسايل هم دافغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
ويل کيږي چې دغه پوځي عملياتو دسيمې دمشرانو او خلکو په غوښتنه ترسره شوي دي .
دهلمند دوالي ويندوى چې دعملياتو له پاى ته رسيدو  وروسته دنادعلى دد شت په سيمه کې حالات عادى شوى دى او خلکو بيا خپل عادى ژوند پيل کړي دي.
ددغو عملياتو په بهيرکې ملي پوليس ،ملي اردو او دملي امنيت ځواکونو ګډون کړي و. احمد زيرک وايي ددغو عملياتو په بهيرکې افغان پوځيانو او دسيمې خلکوته زيان نه دي اوښتې.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته