نړۍ

دفرانسي جمهور رييس ددولسو ملياردو ډالرو په ارزښت دالوتکو دپلورنې قرارداد له هند سره طرحه کړ

نوي ډيلي باختر دسلواغي شپږ ويشتمه
  دفرانسې  جمهور رييس  فرانسوا اولانداسيا ته په خپل لومړۍ  سفر کې په هند کې ددولسو ملياردو ډالرو په ارزښت دارفايل جنګي جټ الوتکو دپلورنې په باب له هندي مقاماتو سره خبري وکړي .
دفرانسې له جمهور رييس سر ه په دې  پنځه ورځني سفر کې ددغه هيواد دبهرنيو چارو دوزير  اولاند فايبوس او ددفاع د وزير ژان ايوس لودريان په ګډون دفرانسې دشپيتو مهمو شرکتونو رييسان ملګرتيا کوي . 
دغه سفر به دهند او فرانسي دستراتيژيکي مشارکت  له پراختيا سره چې پنځلس  کاله مخکې پيل شوي و ، مرسته وکړي .
دهند دبهرنيو چارووزارت يوه مقام په اقتصادي صنعتي او تجارتي برخو کې ددواړو هيوادونو اړيکې مهمې وبللي .
يوه بله پروژه چې په دې سفرکې به وڅيړل شي په لويديځ  ايالت مهاراشترا کې دنهه زره نهه سوه ميګاواټه اټومي انرژي دفابريکي دجوړولو قردراد دي .
له بلې خوا دنيوز نو خبري سايت ليکلي دي چې دفرانسي جمهور رييس فرانسوا اولاند او دهند صدراعظم منموهن سنګه  په خپلو نننيو  خبرو کې دنږدي شپږو ملياردو  ډالرو په ارزښت له ځمکې څخه هوا ته دلنډ  واټن ويشتونکو توغنديو دقرارداد په باب موافقې ته ورسيدل .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته