خبرونهښوونه او روزنه

په هلمند کې د ( الجامعة الاسلامیة) په نوم د یوې مدرسې د رغولو چارې بشپړې شوې

کابل، د ثور ۲۹ مه، باختر

د هلمند د مرکز لښکر ګاه د بولان په سیمه کې د الجامعة الاسلامیة مدرسې د رغولو چارې بشپړې شوې.

دغه مدرسه چې سلګونو زده کوونکو ته په کې د زده کړې زمینه برابره شوې، د ملي سوداګر حاجي سیف الله په شخصي لګښت رغول شوې ده.

د هلمند د پوهني رئیس مولوي محمد عوض انصاري د یادې مدرسې د ګټې اخېستنې پر مهال وویل چې د خوښۍ ځای دی چې په هلمند کې یوه لویه مدرسه پرانيستل کیږي او زیاته یې کړه چې د ټولو زده کوونکو لپاره اړینه ده چې له شته فرصت څخه پوره ګټه واخلي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره پر عصري زده کړو سربېره دیني زده کړو ته هم پاملرنه ډېره شوې ده.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته