کابل/ د وري٩ مه / باختر
په هلمند کې د انارو نیالګیو کینولو لړۍ پیل شوه.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رياست يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې په روان کال کې به په هلمند کې پنځوس زره د انارو ډول ډول نیالګي کېنول شي.
هغه وويل چې د هلمند هوا د انارو د نيالګيو کينولو لپاره مناسبه ده او زيات حاصل ورکوي.
هغه وویل چې د هلمند کرنې ریاست په پام کې لري چې د مېوو ډول ډول اصلاح شوې قلمې د دغه ولايت بڼوالو ته ورکړي.
| ذ