کابل، د غبرګولي ۱۰ مه، باختر
په هلمند کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په ګرمسېر او دېشو ولسوالیو کې درې تنه د اوسپنې او مسو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
د دېشو ولسوال ملا عبدالسلام صفا باختر اژانس ته وویل چې په دغې ولسوالۍ کې یې دوه تنه د اوسپنې او مسو د قاچاق په تور نیولي دي.
په ورته وخت کې د هلمند د ګرمسیر ولسوالۍ ځايي چارواکي وايي چې یو تن یې د مسو او اوسپنې د قاچاق په تور نیولی دی
دغو کسانو په درېیو موټرو کې اوسپنې او مس بار کړي و او پلان یې درلود چې بهر ته یې قاچاق کړي.
د دېشو او ګرمسېر ولسوالیو ځايي مسوولین وايي چې هېڅ چاته به اجازه ور نه کړي چې د افغانانو شتمني ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې له دې وړاندې هم د اوسپنې قاچاق په تور څو تنه نیول شوي وو.
سعیده