خبرونهټولنه

په هلمند کې د ترافيکي پېښو له امله ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

 کابل، د غبرګولي ۲۸ مه، باختر

پرون او نن د هلمند ولايت په نادعلي، مارجې، باباجي او واشېر ولسواليو کې د بېلابېلو ترافيکي پېښو د رامنځته کېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

لومړۍ پېښه پرون مازيګر مهال د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کي د چاه انجنير د سیمي د ۳۱ غربي پر سړک هغه مهال رامنځته شوه کله چې يو موټر د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله واوښت او په کې ناست ۵ تنه ټپيان شول.

بله پېښه د مارجې ولسوالۍ د مرکزي حوزې د تعميراتو د چهاراهي په ساحه کې پرون مازيګر ناوخته هغه مهال رامنځته شوه کله چې یو پاسو موټر د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ او ګړندیتوب له امله له سړک څخه واوښت او چپه شو. په دغه پېښه کې کوم ځاني زيان نه دی رامنځته شوی.

دغه ډول بله پېښه هم د يادې ولسوالۍ د C1 په ساحه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې يو موټرسايکل چلوونکي د ګړندیتوب او بې احتياطۍ له امله خپل موټرسايکل چپه کړ چې له امله يې موټرسايکل چلوونکی ژوبل شوی.

دغه راز بله ترافیکي پېښه په مارجې ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې یو موټرسایکل چلوونکي یو تن ماشوم په موټرسایکل وواهه او ژوبل یې کړ. ټپي شوي ماشوم روغتون ته لېږدول شوی دی.

په همدې حال کې د باباجي ولسوالۍ د لوی مانده لوېدیځ کې هم ترافیکي پېښه رامنځته شوې چې امله یې یوه ښځه او یو ماشوم ژوبل شوی دی.

په ورته مهال نن د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښي د رامنځته کېدو له امله د یوې ښځي او دوو ماشومانو په ګډون څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه هغه مهال رامنځته شوې کله چې د یادي ولسوالۍ د ښوراب په سیمه کې یو بار وړونکی موټر واوښت چې په پایله کې یې موټر چلوونکی او د نوموړي دوه ماشومان ژوبل شول او مېرمن یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هلمند کې ترافيکي پېښې زیاتې شوي چې مسوولین یې لاملونه، بې احتیاطي، ګړندیتوب او د کم عمره ماشومانو موټر چلول په ګوته کوي.

س.صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته