خبرونهاقتصادټولنه

په هلمند کې د تېلو اووه ټانکونه وتړل شول

کابل، د غوايي١٨مه، باختر

په هلمند کې  د تيلو اووه ټانکونه د تېلو د کيفيت د خرابوالي او ګران پلورنې په  خاطر وتړل شول.

د هلمند د انحصاراتو رياست د کنټرول مسوولين وايي چې د وروستيو کې یې د تېلو دغه ټانکونه چې د بې کيفيته تېلو په وړاندې کولو او ګران پلورنې بوخت و، وتړل شول.

د تېلو دغه ټانکونه د لښکرګاه،  نادعلي او مارجې په ولسواليو کې موقعيت لري.

د هلمند د انحصاراتو رياست يوه خبرځاى باخترآژانس ته وويل چې د دوى د څيړنې ډلې د دغه شان ټانکونو د پېژندلو په لټه کې دي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته