ټولنه

په هلمند کې د جګړې په دوام داعتراض کوونکو د ډوډي نه خوړلو اعتصاپ دوام لري .

کابل  باختر د وري يوولسمه :
په هلمند ولايت کې  دجګړې په دوام  اعتراض کوونکو د ډوډي د نه خوړلو  اعتصاب ته دوام ورکړ.
  له  بله پلوه وسله والو طالبانو په هلمند ولايت کې د جګړې په دوام  اعتراض کوونکو ته خبر دارى ورکړى دى  چې د دغې ډلې تر ادارې لاندې  سيمو کې لاريون ونه کړي .
په هلمند ولايت کې  په سلګونو تنو  ځوانانو ، مدني فعالينو اومشرانو  په دغه ولايت کې دجګړې  د زياتوالي  په غبرګون کې د ډوډۍ د نه خوړلو  په اعتصاب او لاريون  لاس پورې کړ .
اعتصاب کوونکي غواړي  چې د دولت او طالبانو  تر ادارې لاندې سيمو کې  په  لاريون سره  دواړه لورې سولې  او د جګړې پاى ته رسولو ته اړه باسي .
  يوشمېر  دغو اعتراض کوونکو په لښکرګاه ښار کې  اعتراضي خيمه درولې ده  او له دولت او طالبانو  څخه غواړي  چې نور  له جګړې څخه لاس واخلي .
  دوى  وايي تر هغه وخته پورې به خپل اعتصاب ته دوام  ورکړي تر څو چې يې دولت او طالبان  غوښتنې ونه مني.
  په همدې حال کې وسله والو طالبانو  د يوې اعلاميې په خپرولو سره له اعتراض کوونکو څخه غوښتي دي چې د دغې ډلې تر ادارې لاندې سيمو کې لاريون ونه کړي . که نه نو مسووليت به يې  د دوى په غاړه وي .
خو د هلمند د والي دفتر  د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي  که چيرې طالبان سوله ومني دوى به هم له جګړې څخه لاس واخلي .    ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته