کابل، د غبرګولي ۷مه، باختر
د زابل د شملزو ګمرک د کمیسارۍ لپاره ځمکه او صفري نقطه وټاکل شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې، یاد ګمرک ته کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو مرستیال ملا نقیب الله مقیم په مشرۍ يو مسلکي پلاوی، چې د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر، د شهر سازي رئیس ملا داد ګل مسلم، د زراعت رئیس مولوي راشد یې هم ملتيا کوله، د شملزو ولسوالۍ د ځنځیر سیمې ته سفر کړی او هلته یې د کمیسارۍ لپاره ځمکه ځانکړې او صفري نقطه یې وټاکله .
د زابل مرستيال والي د دې ولسوالۍ له دیني عالمانو او قومي مشرانو سره هم لیدلي نوموړي قومي مشرانو سره د خبرو پر مهال وویل چې د دې ګمرک په جوړېدو کې د ولسونو همکارۍ زیاته اړینه ده نو اړتیا ده چې ولسونه په دې برخه کې له دولت سره خپله بشپړه همکاري وکړي.
د بهیر په خبره د پاکستان هېواد د دروازې څخه (١٣٦) متره د افغانستان لور ته صفري نقطه وټاکل شوه چې په همدې ځای به د افغانستان دروازه جوړه شي.
د یادونې وړ ده چې د زابل ولایت د شملزو ګمرک د رسمي فعالیت ابتدائي کارونه تر ډېره مخته تللي او په نږدې راتلونکي کې به په رسمي توګه پرانیستل شي او پر مټ به یې د زابلیانو ستره او اساسي غوښتنه پوره شي .
صدیقي