اقتصاد

په هلمند کې د غنمو حاصلات ډېر شوي دي

کابل / د غبرګولي ۲ مه / باختر
په هلمند کې د غنمو حاصلات د تېرکال په پرتله ډېر شوي دي.
سره له دې چې په هلمند کې د غنمو د حاصلاتو د راټولولو وخت نوى پيل شوى دى، د دغه ولايت د کرنې او اوبو لګولو رياست مسوولين د غنمو د حاصلاتو کچه ۵۰۰ زره ټنه اټکل کړى دى، يعني له تېرکال څخه څه ناڅه ۱۰۰ زره ټنه زياتوالي ښيي.
په هلمند کې پر ١١٥ زره هکټاره ځمکه کې غنم کرل شوي دي.
هلمند په افغانستان کې د غنمو د حاصلاتو له پلوه په لومړنيو ولايتونو کې شمېرل کېږي.
د هلمند د کرنې او اوبولګولو رييس زلمي الکو باختر آژانس ته وويل چې سږکال اټکل کېږي چې د هلمند له کروندو څخه ۵۰۰ زره ټنه غنم ترلاسه شي په داسې حال کې چې تېرکال ۴۰۰ زره ټنه و.
هغه د بوټو د آفتونو مخنيوى، د غنمو د کرکيلې د ساحې زياتوالي او د غنمو د کرکيلې په لارو چارو د بزګرانو پوهاوى په هلمند کې د غنمو د حاصلاتو د زياتوالي اساسي علتونه دي.
د هلمند غنم په کورنيو بازارونو کې پلورل کېږي او افغانستان د غنمو او اوړو له پلوه نړيوالو بازارونو ته اړتيا لري.
د افغانستان د خلکو د اړتيا وړ اوړه له ايران او ترکمنستان څخه واردېږي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته